پارون، نورستان | ۳ اسد ۱۴۰۵
حبیبیار خیریه بنسټ د خپلو روانو بشري فعالیتونو په دوام، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو له سروې او تثبیت وروسته، له متضررو کورنیو سره خپلې نغدي مرستې ووېشلې.
د دغه بنسټ نغدي مرستې د کورنیو د اوښتو زیانونو او اړتیاوو ته په کتو په بېلابېلو کچو ووېشل شوې. له همدې امله، زیانمنو شویو کورنیو ته د ۱۰ زره، ۲۰ زره افغانیو او له دې څخه د زیاتو پیسو په کچه نغدي مرستې ورکړل شوې، څو د هغوی د ځینو بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو او د رامنځته شویو ستونزو په راکمولو کې مرسته وشي.
الحاج مولوي عبدالحق صدیقي، د حبیبیار خیریه بنسټ عمومي مسؤل، هم په دغه سفر کې حضور درلود او د سروې، د زیانمنو کورنیو د تثبیت او د نغدي مرستو د وېش بهیر یې له نږدې وڅاره. نوموړي له زیانمنو کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ د څرګندولو ترڅنګ ټینګار وکړ چې حبیبیار خیریه بنسټ به تل د اړمنو خلکو او د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو ترڅنګ ولاړ وي او د خپلو امکاناتو تر کچې به د هغوی د کړاوونو د کمولو لپاره هڅې کوي.
وروستیو سېلابونو د پارون ښار په بازار کې درانه مالي او زیربنایي زیانونه اړولي او د ګڼ شمېر کورنیو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. حبیبیار خیریه بنسټ په سیمه کې د خپل مستقیم حضور او د دغه مرستندویه پروګرام په پلي کولو سره هڅه وکړه چې د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه پوره کړي او په عملي توګه د همدردۍ، ټولنیز مسئولیت او له زیانمنو خلکو سره د مرستې پیغام څرګند کړي.
حبیبیار خیریه بنسټ یو ځل بیا له زیانمنو او بېوسه قشرونو څخه د ملاتړ په برخه کې خپله ژمنتیا څرګندوي او د خلکو خدمت خپل انساني او ټولنیز رسالت ګڼي.
حبیبیار؛ د همکارۍ او انساندوستۍ بېلګه







No comment