بادغیس | شنبه، ۱۷ اسد ۱۴۰۵
حبیبیار خیریه بنسټ د بادغیس ولایت د درهبوم ولسوالۍ د ۱۴ تنو اوسېدونکو د کورنیو د ملاتړ لپاره څه باندې ۱.۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. یاد کسان په دې وروستیو کې د مهاجرت پر مهال د نیمروز ولایت په دښتو کې د سختې ګرمۍ، تندې او لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د دغه بشري اقدام په دوام، الحاج مولوي عبدالحق «صدیقي» د حبیبیار خیریه بنسټ له یو شمېر غړو سره یوځای د بادغیس ولایت د درهبوم ولسوالۍ د «قلقي» کلي ته سفر وکړ. د بنسټ پلاوي له داغمنو کورنیو سره وکتل، له هغوی سره یې خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه او ځانګړې شوې نغدي مرستې یې د دې لپاره هغوی ته وسپارلې چې د خپلو ځینو اړتیاوو او ستونزو یوه برخه پرې هواره کړي.
د حبیبیار خیریه بنسټ مسؤلینو په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ چې له زیانمنو او اړمنو کورنیو څخه ملاتړ، په ځانګړې توګه له هغو کورنیو سره مرسته چې د سختو او دردناکو پېښو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، د دغه بنسټ له مهمو انساني او ټولنیزو مسؤلیتونو څخه شمېرل کېږي. هغوی همداراز څرګنده کړه چې حبیبیار بنسټ به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې د اړمنو کورنیو ترڅنګ حضور ولري او د هغوی ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د بادغیس ولایت مقام د حبیبیار خیریه بنسټ له دغه بشري اقدام څخه قدرداني کړې او له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسسو څخه یې هم غوښتنه کړې چې د اړمنو او زیانمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې خپل انساني او ټولنیز مسؤلیت ادا کړي.
حبیبیار خیریه بنسټ له زیانمنو او محرومو قشرونو څخه د ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي او د خلکو خدمت او د اړمنو کورنیو لاسنیوی خپل له مهمو انساني او ټولنیزو رسالتونو څخه ګڼي. دغه بنسټ هڅه کوي چې په سختو او بحراني شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ حضور ولري او د خپلو امکاناتو تر کچې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
حبیبیار؛ د همکارۍ او انساندوستۍ بېلګه













No comment