حبیبیار خیریه بنسټ د معارف د ودې، له اړمنو زدهکوونکو څخه د ملاتړ او د یتیمانو د لاسنیوي په برخه کې د خپل همېشني تعهد له مخې، په ۱۴۰۵ کال کې د هرات، نیمروز، بادغیس او غور ولایتونو په کچه یو پراخ پروګرام پلي کړ. د دغه پروګرام په ترڅ کې زرګونه ښوونیزې او عیدي بستې، چې جامې، بوټان، بکسونه او درسي توکي پکې شامل وو، پر مستحقو زدهکوونکو، یتیمانو او بېوزلو ماشومانو ووېشل شوې، څو هغوی ته د زدهکړو د دوام لپاره مناسب شرایط برابر او د اړمنو کورنیو د ستونزو یوه برخه راکمه شي.
دغه پروګرام له نیمروز ولایت څخه پیل شو. د پروګرام په لومړي پړاو کې، د پوهنې ریاست په همغږۍ، د زرنج ښار، چخانسور ولسوالۍ او د دغه ولایت په نورو سیمو کې پر اړمنو زدهکوونکو بکسونه او درسي توکي ووېشل شول. ورپسې دغه بهیر هرات ولایت ته وغځول شو او د هرات ښار، اوبې او چشت شریف ولسوالیو په ښوونځیو کې سلګونه ښوونیزې بستې ووېشل شوې. همداراز، د پروګرام په دوام کې د بادغیس او غور ولایتونو سلګونه اړمن زدهکوونکي هم له ښوونیزو بکسونو او درسي توکو برخمن شول. د پوهنې مسؤلینو، علمي او ټولنیزو شخصیتونو او د سیمو مشرانو د حبیبیار خیریه بنسټ دغه اقدام د تعلیم او تربیې د ملاتړ او د اړمنو زدهکوونکو د ستونزو د کمولو په برخه کې یو ارزښتناک ګام وباله او خپله مننه یې څرګنده کړه.
حبیبیار خیریه بنسټ له معارف څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ، د یتیمانو د لاسنیوي لپاره یې هم ګڼ شمېر پراخ پروګرامونه پلي کړي دي. په څو پړاوونو کې د هرات ولایت په بېلابېلو مرکزونو کې یتیمانو ته سلګونه عیدي بستې ووېشل شوې چې جامې، بوټان، بکسونه او درسي توکي پکې شامل وو. دغه پروګرامونه د بنسټ د مسؤلینو، علماوو، استادانو، د سیمو د مشرانو او د یتیمانو د ساتنې د مرکزونو د مسؤلینو په حضور کې ترسره شول. په دغو مراسمو کې ویناوالو د یتیمو ماشومانو ملاتړ د دیني، انساني او ټولنیزو مسؤلیتونو له مهمو برخو څخه وباله.
د حبیبیار خیریه بنسټ عمومي مسؤل، مولوي عبدالحق صدیقي، په دغو مراسمو کې ټینګار وکړ چې له معارف، یتیمانو او اړمنو کورنیو څخه ملاتړ د دغه بنسټ له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او دغه ډول پروګرامونه به په راتلونکي کې هم په لا پراخه کچه دوام ومومي.
حبیبیار خیریه بنسټ پر دې باور دی چې د زدهکړو په برخه کې پانګونه او د یتیمانو پالنه د افغانستان د راتلونکي لپاره پانګونه ده. له همدې امله، دغه بنسټ د خپلو مرستندویه او بشري پروګرامونو ترڅنګ تل هڅه کړې چې د ښوونیزو امکاناتو په برابرولو، له محرومو ماشومانو څخه د ملاتړ او د عامه ګټو د پروژو په پلي کولو سره د هېواد په علمي، فرهنګي او ټولنیزه وده کې اغېزمنه ونډه واخلي او د راتلونکي نسل لپاره د هیلو او نویو فرصتونو زمینه برابره کړي.
حبیبیار؛ د همکارۍ او انساندوستۍ بېلګه











No comment