چخانسور ولسوالۍ، نیمروز ولایت | ۱۸ حمل ۱۴۰۵
حبیبیار خیریه بنسټ د خپلې روانې بشري او مرستندویه دندې په دوام، د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ په دنو کلي او نورو سېلاب ځپلو سیمو کې پر هغو کورنیو مرستندویه بستې ووېشلې چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.
دغه مرستې د بنسټ د کاري ټیمونو له لوري د ترسره شوې ساحوي سروې او ارزونې وروسته، د هغو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وړاندې شوې چې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله یې استوګنیز کورونه، څاروي او کرنیزې ځمکې له پراخو زیانونو سره مخ شوې وې.
د مرستو د وېش له پیل وړاندې، د حبیبیار خیریه بنسټ مسؤلینو چخانسور ولسوالۍ ته سفر وکړ. هغوی د سیمې له سیمهییزو مسؤلینو او قومي مشرانو سره له لیدنې او خبرو اترو سربېره، له زیانمنو شویو سیمو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د متضررو کورنیو وضعیت یې په هر اړخیز ډول وڅېړه. د سروې له بشپړېدو او د اړمنو کورنیو له تثبیت وروسته، د مستحقو کورنیو ترمنځ د مرستندویه بستو د وېش بهیر پیل شو.
د دغه پروګرام په ترڅ کې د حبیبیار خیریه بنسټ مسؤلینو ټینګار وکړ چې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره مرسته، د اړمنو کورنیو ملاتړ او په سختو شرایطو کې د خلکو ترڅنګ درېدل د دغه بنسټ له مهمو موخو څخه دي. دوی څرګنده کړه چې هڅه به وکړي، د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې، بشري مرستې پر وخت، په عادلانه توګه او د مستحقو کسانو ترمنځ ورسوي.
د زیانمنو سیمو اوسېدونکو هم د دغه اقدام له امله خپله مننه او قدرداني څرګنده کړه. هغوی د حبیبیار خیریه بنسټ پر وخت حضور او د بشري مرستو وړاندې کول د متضررو کورنیو لپاره د ډاډ او زړهورتیا سرچینه وبلل او د سېلاب ځپلو کورنیو د وضعیت په اړه یې د دغه بنسټ له پاملرنې څخه مننه وکړه.
حبیبیار خیریه بنسټ یو ځل بیا خپله ژمنتیا څرګندوي چې د مرستندویه پروګرامونو د پلي کولو ترڅنګ، په هر ډول بحراني شرایطو کې به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د زیانمنو کورنیو د کړاوونو او ستونزو د کمولو لپاره به له هېڅ ډول هڅې څخه درېغ ونه کړي.
حبیبیار؛ د همکارۍ او انساندوستۍ بېلګه








No comment