د حبیبیار خیریه بنسټ د خپلو مرستندویه پروګرامونو په دوام، په هرات ولایت کې ۱۰٬۰۰۰ مرستندویه بستې اړمنو کورنیو ته ووېشلې. له دې جملې څخه ۳٬۵۰۰ بستې د ښاروالۍ، معارف، عامې روغتیا، حوزوي روغتون، د شهداوو او معلولینو چارو، تخنیکي او مسلکي زدهکړو ریاستونو د خدماتي کارکوونکو، او همدارنګه د هرات د لوی جامع جومات پرسونل ته ځانګړې شوې وې.
د دغو مرستو د وېش مراسم د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۲۵مه نېټه، د سیمهییزو چارواکو، د یادو ادارو د مسؤلینو، د هرات ولایت د خیریه بنسټونو د اتحادیې د استازو او د ښار د یو شمېر مشرانو په حضور کې ترسره شول.
هره مرستندویه بسته کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، یو کارتن مکروني، ۵ لیټره غوړي او د رومي بانجان رب یوه بسته شامله ده.
د دې بهیر په دوام کې:
۱٬۰۰۰ بستې د دولتي پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ترافیکو مدیریت، مستوفیت، متقاعدو ښوونکو، او د عدلیې ریاست خدماتي کارکوونکو ته ووېشل شوې.
همدارنګه، ۵٬۵۰۰ نورې بستې د هرات ولایت په کچه هغو کارګرانو او اړمنو کسانو ته ووېشل شوې چې په عادلانه توګه سروې شوي وو.
د ادارو مسؤلینو د حبیبیار خیریه بنسټ د دوامداره مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه مرستې د اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو په ترڅ کې د اړمنو کورنیو او خدماتي کارکوونکو په ملاتړ کې مهم رول لري.
همدارنګه، مولوي عبدالحق صدیقي، د حبیبیار خیریه بنسټ عمومي مسؤل، ټینګار وکړ چې له اړمنو سره مرسته کول د دې بنسټ له اساسي موخو څخه دي او دا اداره هڅه کوي چې تل د مستحقو کورنیو تر څنګ پاتې شي.
حبیبیار — د همکارۍ او انساندوستۍ بېلګه









No comment