د حبیبیار خیریه بنسټ د بشردوستانه مرستو او عامالمنفعه فعالیتونو په لړ کې د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو او اړوند ولسوالیو د ښوونځیو د نجونو او هلکانو لپاره د ۵۰۰۰ بستې کڅوړو او د زدهکړې وسایلو د وېش بهیر پیل کړ.
د دې مرستو له جملې څخه:
-
۲۵۰۰ بستې په هرات ولایت او د کرخ، ادرسکن، زندهجان، کشک رباطسنگي، غوریان ولسوالیو او همدارنګه د هرات ښار په ښوونځیو کې وېشل شوې،
-
۲۰۰۰ بستې په نیمروز ولایت کې وېشل شوې،
-
او ۵۰۰ بستې په فراه ولایت، اناردره ولسوالۍ کې وېشل شوې.
د دې ولایتونو او ولسوالیو د معارف مسؤلینو د حبیبیار خیریه بنسټ د ښوونې، فرهنګي، علمي او غذایي برخو کې د ارزښتناکو مرستو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه بنسټ په تېرو کلونو کې د محرومو زدهکوونکو د ملاتړ او د تعلیمي نظام د پیاوړتیا په برخه کې مهم او اغېزمن رول لوبولی دی.
په همدې تړاو، الحاج مولوي عبدالحق صدیقي، د حبیبیار خیریه بنسټ مسؤل، د دغو فعالیتونو د دوام له امله په خوښۍ سره وویل:
«ټول لوی شخصیتونه د همدې ښوونځیو له لارې او د روزنې تر سیوري لاندې وده موندلې ده. زدهکړه د فردي او ټولنیز پرمختګ بنسټ دی. نن که د نجونو او هلکانو په څنګ کې ولاړ یو، سبا یې مېوه به په یوه پوهه، توانمند او فعاله ټولنه کې ووینو.»
هغه زیاته کړه:
«د حبیبیار خیریه بنسټ د خدای پاک په توکل، تل د خلکو، په ځانګړي ډول د هیواد د نوي نسل په څنګ کې به وي؛ ځکه موږ باور لرو چې روښانه راتلونکی یوازې د علم، پوهاوي او همغږۍ له لارې جوړېږي.






No comment