حبیبیار خیریه بنسټ په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې د حاجي عبدالحمید حبیبیار د زوی حاجي محمد ابراهیم له خوا په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې تاسیس شو او له هماغه وخته یې په فعالیت پیل وکړ.
د دغه خیریه بنسټ یوازینی تمویلونکی حاجي محمد ابراهیم حبیبیار دی. دا خیریه بنسټ خپلواک دی او په هیڅ فرد یا سیاسي ګروپ پورې تړاو نلري. د دې بنسټ فعالیتونه د علم او کلتور په پراختیا او د بشردوستانه مرستو او همدارنګه په هیواد کې د بې وزلۍ سره د مبارزې په برخه کې متمرکز دی. د دې بنسټ په وینا، په پورتنیو برخو کې فعالیتونه به زموږ د هېواد د ودې، هوساینې او تحرک لامل شي؛ له همدې امله، دا بنسټ هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې خپلو علمي او کلتوري فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او په دې ځوریدلي هیواد کې د ساینس او معلوماتو د ودې لپاره نور اغیزمن پروګرامونه په لاره واچوي.
د دغه بنسټ په فعالیتونو کې د خپل تاسیس په لومړیو کلونو کې له اتو څخه تر لسو زرو بې وزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو لکه: اوړه، وريجې، غوړي، بوره، وچ چای او پوډر ویشل، د وړ ځوانانو ډله ایز ودونه او د با استعداده زده کوونکو د استولو لړی د ترکیې، هند او پاکستان تحصیلي بورسونو ته دغه بنسټ د همکاری یوه برخه ده.
دا خیریه بنسټ تر ۱۴۰۱ هجري لمريز کال پورې په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې (په ۹ دورو کې) له ۴۰۰ څخه د زیاتو ځوانانو لپاره د واده مراسم جوړ کړل چې د واده د مراسمو د ترسره کولو توان یې نه درلود او د دې ترڅنګ یې هرې جوړې ته د ۶۰ زره افغانیو په ارزښت مهر جوړ کړ. ټاکل شوې چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د میزان د مياشتې په پای کې د ډله ییزو ودونو لسم دوره په هرات ولایت کې د ۱۰۰ جوړو او ۱۱م پړاو په نیمروز ولایت کې د ۱۰۰ تنو جوړو لپاره ترسره شي.
د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له پیل څخه د دغه بنسټ د کار ساحه پراخه شوې او ویلای شو چې د افغانستان د ولایتونو لویه برخه یې تر پوښښ لاندې راوستې او هر کال پنځوس زره بې وزله کورنیو ته پنځوس کیلو اوړه، پنځه ویشت کیلو وریجې او لس لیتره غوړي وېشي.
الف: د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال تفصيل:
۱: د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د روژې په میاشت کې د فراه ولایت خلکو ته د ۲۴۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۴۰۰۰ خوراکي توکو مرسته
2: د بادغیس ولایت خلکو ته د ۱۴۰۱ کال د روژې په میاشت کې د ۱۲۶۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۲۰۰۰ خوراکي توکو مرسته.
۳: د ۱۴۰۱ کال د روژې په میاشت کې د نیمروز ولایت خلکو ته د ۲۴۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۴۰۰۰ خوراکي توکو مرسته.
۴: د ۱۴۰۱ کال د روژې په میاشت کې د هرات ولایت خلکو ته د ۴۳۲۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۸۰۰۰ خوراکي سهمیو مرسته.
۵: د غور ولایت د خلکو لپاره د ۲۴،۲۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۳۴۶۰ خوراکي توکو مرسته په ۱۴۰۱/۳/۷ نېټه
۶: په ۱۴۰۱/۴/۸ نیټه د خوست او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو سره د ۷۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۱۰۰۰ خوراکی توکو مرسته
۷: د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د ۲،۲۴۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۳۲۰ خوراکي توکو مرسته په ۱۴۰۱/۷/۷ نېټه.
۸: په هرات ولایت کې له ۱۵۰ کورنیو سره د ۸۱۰۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۱۵۰ خوراکي توکو مرسته د ۱۴۰۱ کال د عقرب په میاشت کې.
۹: د یو شمېر اړمنو ناروغانو د درملنې په موخه نقدي مرسته، په هرات ولایت کې د یو شمېر ځوانانو د واده مراسم، د هرات او کابل ولایتونو د یو شمېر جوماتونو لپاره غالۍ او په هرات ولایت کې د ۱۴۰۱ کال کې په د ۸۲۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ژورې څاه کيندل.
۱۰: د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د خلکو لپاره د ۹۶۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۱۵۰۰ خوراکي توکو مرسته په ۱۴۰۱/۸/۲۲ نېټه.
۱۱: د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ د خلکو لپاره د ۱۰۵۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۱۵۰۰ خوراکي توکو مرسته په ۱۴۰۱/۹/۶ نېټه.
12: د نیمروز ولایت خلکو ته د ۱۸۶۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۳۱۰۰ خوراکي توکو مرسته په ۱۴۰۱/۹/۱۷ نیټه
۱۳: په ۱۴۰۱ کال کې د هرات ولایت خلکو ته د ۳۸۵۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۷۰۰۰ خوراکي توکو مرسته
۱۴: په ۱۴۰۱ کال کې د هرات ولایت خلکو ته د ۸۱۹۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۱۱۷۰ سهمه ذغالو مرسته
۱۵: د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د خلکو لپاره د ۸۶۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۳۲۰ خوراکي توکو مرسته په ۱۴۰۱/۱۱/۸ نیټه.
۱۶: په ۱۴۰۱/۱۲/۸ نیټه د فراه ولایت خلکو ته د ۲۱۲۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۴۰۰۰ خوراکی توکو مرسته
۱۷: په ۱۴۰۱/۱۲/۲۷ نيټه په هرات او فراه ولایتونو کې د ۱۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۲۰۰۰ نیالګیو کېنول.
۱۸: د حبیبیار خیریه بنسټ لخوا په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې د ۵۰۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت هره ورځ د ۳۰۰۰ کڅوړو ګرمو خوړو وېش.
ب: د ۱۴۰۲ کال د پسرلي او دوبي د موسم بشپړ معلومات:
۱: د ۱۴۰۲ کال د روژې په میاشت کې د نیمروز ولایت خلکو ته د ۲۰۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۴۰۰۰ خوراکي توکو مرسته.
2: د ۱۴۰۲/۱/۱۵ نیټه د کندهار ولایت د خلکو لپاره د ۲۵۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۵۰۰ خوراکي توکو مرسته.
۳: د ۱۴۰۲ کال د حمل، ثور او جوزا په مياشتو کې د هرات ولایت خلکو لپاره د ۳۵۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۷۰۰۰ خوراکي توکو مرسته.
۴: په ۱۴۰۲ کال کې د کابل ولایت او شاوخوا سیمو خلکو ته د ۳۷۷۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۵۸۰۰ خوراکي توکو مرسته
5: په هرات ولایت کې د ۱۴۰۲/۳/۳۱ نیټه د ۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت یتیمانو ته د ۳۲۰ سهمونو د اختریزو ډالیو مرسته
۶: د فراه ولایت په اناردره ولسوالی کی د ۲۸۴۷۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت د لوی جومات د جوړولو پروژې پرانېستل.
۷: د هرات ولایت په سيمهییز روغتون کې له ۴۰۰ ناروغانو سره په ۱۴۰۲/۵/۱۹ نېټه د ۱۰۰۰۰۰۰ افغانیو نقدي مرسته.
۸: د یو شمېر اړمنو ناروغانو د درملنې لپاره نقدي مرسته، په هرات ولایت کې د یو شمېر ځوانانو د واده مراسم، د هرات او کابل ولایتونو د یو شمېر جوماتونو لپاره غالۍ او د بې وزلو لپاره هرات ته د اوړو د واردولو ګمرکي لګښت د ۴۶۶۳۳۴۷ افغانیو په لګښت د ۱۴۰۲ کال د پسرلي او وړي په موسم کې.
۹: د حبیبیار خیریه بنسټ له خوا په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې د ۲۵۰۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت له ۱۴۰۲ کال راهیسې هره ورځ د ۳۰۰ ګرمو خوړو کڅوړو وېش.


No comment