د افغانستان مخور شخصيت او ملي سوداګر الحاج محمد ابراهیم حبیب یار د حبیب یار خیریه بنسټ مشر او ورسره ملګري پلاوي د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې له دیني عالم او ولسي شخصیت مولانا غلام محمد نجیبي کرخي سره وکتل.

په دې کتنه کې مولانا غلام محمد نجیبي کرخي د حبیب‌یار خیریه بنسټ د ارزښتناکو هڅو او له اړو خلکو سره د مرستې په ترڅ کې د دغه خیریه بنسټ رئیس او کارکوونکو ته د قدر وړ لارښوونې وکړې او د خپلو فعالیتونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *