په نېټه د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د حوت ۸، د حبیبیار خیریه بنسټ د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ او له اړو کورنیو سره د همکارۍ په موخه، د «جهاني د نوي نړۍ»، «معراج» او «اصلاح» درې تلویزیوني شبکو سره په هرات ولایت کې د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
دغه اقدام د بنسټ له لوري، د آزادو رسنیو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ملاتړ او په ټولنه کې د عامه پوهاوي د لوړولو په لور یو اغېزمن ګام بلل کېږي.
همدارنګه، په همدې ورځ د حبیبیار خیریه بنسټ او د هېواد د لوېدیځ زون د خبریالانو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک شو. د دې تفاهملیک پر بنسټ، ستر جشن «د رسنیزو غورهتوبونو ستاینه» د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د حوت په ۲۹ نېټه په هرات ښار کې ترسره کېږي چې ټول لګښتونه یې د حبیبیار خیریه بنسټ پر غاړه اخلي.
د حبیبیار خیریه بنسټ هیله لري چې دغه همکارۍ به د رسنیزو ظرفیتونو د ودې، د خدمترسونې د کلتور د لوړولو او د هېواد د مدني او رسنیزو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې یووالي لامل شي.






No comment