حبیبیار خیریه بنسټ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ژمي کې په هرات ولایت کې پر څه باندې ۷۰۰۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل چې مخکې د دغه بنسټ د سروې ټیم لخوا پیژندل شوي وو. په دغو خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې او ۵ لیتره غوړي شامل وو.
د دغو ۷۰۰۰ سهمونو له جملې څخه ۲۰۰۰ سهمه د هرات ولایت د څلورو دولتي ادارو لکه ښاروالۍ، پوهنې، عامې روغتیا او ترافیکو د کارکوونکو لپاره دي چې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې چې د شيخ نوراحمد اسلامجار د هرات والي، الحاج ملا عبدالرازق راشد ښاروال، مولوي نعیم الحق حقاني د هرات د اطلاعات او کلتور ریس، مولوي عبدالله امیني د هرات د پوهني ریس، علماوو، د ښار مخورو او د حبیبیار خیریه بنسټ نمایندهګانو په ګډون ووېشل شول.
له پاتې سهمونو څخه ۸۰۰ د خراسان زمين صرافان لويې پروژې پر کارکوونکو او ۶۰۰ د شینډنډ ولسوالۍ پر مستحقو کورنیو وویشل شول او پاتې خوراکي توکي د هرات ښار په بې وزلو سیمو کې وویشل شول چې: ګذره پشتون پل، ګازرګاه، باغ نظرګاه، قل اردو، د کندهار دروازه، د عراق دروازه، غیزان، باغ زاغان، باغ دشت، پایان آب، ګنج، فرقه، نو آباد، د خیمه دوزانو پل، د حاجي عباس سیمه، جبرائیل او نورو سیمو په مستحقو کورنیو وویشل شول.


No comment