حبیب‌یار خیریه بنسټ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ژمي کې د نیمروز ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو: خاشرود، چخانسور، کنګ او چهاربرجک کې له ۳۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه کورنۍ په ۱۴۰۱/۹/۱۷ هجري لمریز کال په مرکز او ولسوالیو کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ د سروې ټیمونو لخوا وپیژندل شول.

مرسته شوي خوراکي توکي چې په کې ۱۳۰۰ سهمیې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې او ۵ لیتره غوړي او ۱۸۰۰ سهمیې اوړه، وریجې او ۱۰ لیتره غوړي شامل وو، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام، زرنج ښاروال نورالدین حمزه، علماوو او د حبیب‌یار خیریه بنسټ د استازو په ګډون په مستحقو کسانو وویشل شول.

 

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *