کله چې ژمی او لوړې بیې سره یو ځای شي، د ژوند تر ټولو ساده اړتیاوې هم د ورځني اندېښنو سبب ګرځي. په دسترخوان کې ډوډۍ یوازې خواړه نه دي؛ امنیت دی، ارامي ده او د یوې کورنۍ عزت دی. په داسې حالاتو کې که یوه مرسته کوونکې لاس وغزول شي، دا یوازې مرسته نه ده، بلکې د راحتۍ یوه نفس دی.
د حبیبیار خیریه بنسټ د خپلو بشردوستانه فعالیتونو په دوام، په فراه او نیمروز ولایتونو کې ۷،۵۰۰ مستحقو کورنیو ته د خوراکي موادو په توګه آرد او تېل وویشل. دغه پروګرام د کورنیو د خوراکي امنیت د پیاوړتیا او د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره عملي شو.
د فراه ولایت وېش جزییات
په فراه ولایت کې، د اناردره او قلعهکاه ولسوالیو په ګډون، ۲،۵۰۰ کورنیو ته مرسته وشوه. په مجموع کې ۳،۴۰۰ کیسه آرد او ۳،۴۰۰ بټۍ تېل دې ولایت ته انتقال او وېشل شول. د اړتیا د کچې په پام کې نیولو سره، ځینو خورا محتاجو کورنیو ته دوه کیسه آرد او دوه بټۍ تېل ورکړل شول، ترڅو د دوی د شدیدو معیشتي ستونزو یوه برخه کمه شي.
د نیمروز ولایت وېش جزییات
په نیمروز ولایت کې، د چخانسور، کنگ او د زرنج ښار مرکزي سیمو په ګډون، ۵،۰۰۰ کورنیو ته مرسته ورسیده. دې ولایت ته ۶،۶۰۰ کیسه آرد او ۶،۶۰۰ بټۍ تېل انتقال او وېشل شول. همدارنګه، د ځینو خورا اړمنو کورنیو لپاره دوه بشپړې برخې ورکړل شوې، ترڅو عدالت او د حقیقي اړتیا کچه مراعت شي.
ټول وېشل شوي مرسته
په مجموع کې، په فراه او نیمروز ولایتونو کې د حبیبیار خیریه بنسټ له لوري ۱۰،۰۰۰ کیسه ۵۰ کیلو آرد او ۱۰،۰۰۰ ۵ لیتره بټۍ تېل وېشل شول. دغه اندازه مرسته د زرګونو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن ګام و، چې د شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
شفافیت، عدالت او د انساني کرامت ساتنه
ټولې مرحلې د سروې، پېژندنې او وېش د شفافیت، بې پرېتوب او د انساني کرامت د ساتنې په اصولو ترسره شوې. د بنسټ ساحوي ټیمونو هڅه وکړه چې مرستې ریښتیني مستحقینو ته ورسیږي او د وېش بهیر په منظم، شفاف او درناوي ډک ډول مدیریت شي.
د حبیبیار خیریه بنسټ ژمن دی چې د اړمنو کورنیو ترڅنګ پاتې شي او د اغېزمنو او هدفمند پروګرامونو په پلي کولو سره، د فقر د کمولو او د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره پیاوړي ګامونه پورته کړي. ځکه موږ باور لرو چې د حقیقي تودوخې سرچینه مهربانه زړونه دي، او په همدردۍ سره کولای شو د ژمي سخت موسم د هیلې په فصل بدل کړو.
د فراه او نیمروز ولایتونو کې د خوراکي موادو د سروې او وېش بهیر په ۱۲ ورځو کې، د ۱۴ دلو څخه تر ۲۶ دلو ۱۴۰۴ پورې، په منظم او له مخکې پلان شوي ډول ترسره شو.







No comment