مساعدت بنیاد خیریه حبیب‌یار به آسیب‌ دیده‌گان زلزله ولایت کنر

د حبیب‌یار خیریه بنسټ د بشردوستانه ماموریتونو او د خلکو خدمت په لړ کې، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د سنبله میاشتې په ۱۳ نېټه، یوه هیئت له هرات او کابل څخه د الحاج مولوي عبدالحق صدیقي، د بنسټ عمومي مسؤل، په مشرۍ او د لوړپوړو مسؤلینو او سلاکارانو په ملګرتیا، د کنړ او ننګرهار ولایتونو ته واستول شو.

د دې سفر په ترڅ کې، د حبیب‌یار خیریه بنسټ ۲۰۰ لک افغانی د کنړ ولایت د زلزلې د متأثره کورنیو لپاره ځانګړي کړل. دغه اقدام د بنسټ د ماموریت په چوکاټ کې د خلکو د کړاوونو د کمولو او د دغو ناورینونو د اغېزمنو پاتې شونو د ملاتړ په موخه ترسره شو.

د هیئت فعالیتونه او اقدامات:

  • له محلي چارواکو او د زلزله‌ځپلو د رسیدګۍ کمیسیون سره لیدنه.

  • متأثره کورنیو او د شهیدانو کورنیو ته نغدي مرسته وېش.

  • په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې له ټپيانو لیدنه او مرسته.

  • ځینو ټپيانو ته په کابل کې د تداوي زمینه برابرول.

  • د زیان‌منو سیمو میداني کتنه، په ځانګړي توګه د نورګل ولسوالۍ د مزار دره، چې د زلزلې اصلي مرکز دی، او د خلکو عاجلو اړتیاوو ارزونه.

الحاج مولوي عبدالحق صدیقي په خپل وینا کې ټینګار وکړ:
«موږ د افغانستان د لویې کورنۍ یوه کوچنۍ برخه په توګه د خپلو زیان‌منو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ یو او دغه ملاتړی چلند د دیني، انساني او وجداني مسئولیت په توګه ګڼو.»

حبیب‌یار، د همکارۍ او انسان‌دوستۍ نمونه

مساعدت بنیاد خیریه حبیب‌یار به آسیب‌ دیده‌گان زلزله ولایت کنرمساعدت بنیاد خیریه حبیب‌یار به آسیب‌ دیده‌گان زلزله ولایت کنرمساعدت بنیاد خیریه حبیب‌یار به آسیب‌ دیده‌گان زلزله ولایت کنرمساعدت بنیاد خیریه حبیب‌یار به آسیب‌ دیده‌گان زلزله ولایت کنرمساعدت بنیاد خیریه حبیب‌یار به آسیب‌ دیده‌گان زلزله ولایت کنر

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *