په نېټه د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د حمل ۶، د «د افغانستان د لوېدیځې سیمې د رسنیو غورهتوبونه» دویم کلنی جشنواره د حبیبیار خیریه بنسټ د مالي ملاتړ او د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ او څارنې کمیټې سره د تفاهملیک پر بنسټ، د هرات په نړیوال حبیبیار روغتون د همایشونو په تالار کې ترسره شو.
دغه جشنواره د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او د حبیبیار خیریه بنسټ، امتس گروپ ساختماني شرکت او د خراسان لوی صرافانو مجتمع په مالي ملاتړ ترسره شوه، او د خبریالانو، رسنیو او فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو پراخه ګډون یې درلود.
په دې جشنواره کې د لوېدیځې سیمې رسنیو او خبریالانو له سلو څخه زیات آثار وړاندې کړل، چې پکې د تلویزیوني او راډیو پروګرامونه، خبري عکسونه، لیکلي راپورونه، مستندونه او نور رسنیز تولیدات شامل وو، چې د هیئت ژوري د ارزونې وروسته په یولس برخو کې غوره وټاکل شول.
د سږني جشنواره ګټونکي په لاندې ډول دي:
-
غوره مستند: د نشراتي او تحقیقاتي ادارې عروج
-
غوره خبري خدمت: تلویزیون استقلال
-
غوره تصویري خبري راپور: آصف نړیوالی، د تلویزیون شمشاد خبریال
-
غوره راډیويي خبري راپور: راډیو نریمان، ولایت بادغیس
-
غوره لیکلي خبري راپور: حصین نعيمي، د باختر اطلاعاتي آژانس
-
غوره دیني تلویزیوني پروګرام: تلویزیون عصر
-
غوره ټولنیز تلویزیوني پروګرام: تلویزیون جهاني معراج
-
غوره دیني راډیويي پروګرام: راډیو د صدای انصار
-
غوره ټولنیز راډیويي پروګرام: راډیو نوای زن، ولایت فراه
-
غوره ورزشي پروګرام: تلویزیون جهاني صلح سپورت
-
غوره خبري عکس: عبدالرازق یوسفي، د باختر اطلاعاتي آژانس
سربېره پر دې یولس عنوانونو، هیئت ژوري دوه ځانګړي جایزې هم ورکړې:
-
د ۱۴۰۳ کال خبریال: نصیر احمد صالحی، د طلوع نیوز خبریال د لوېدیځې سیمې لپاره
-
د ۱۴۰۳ کال ورزشي خبریال: الیاس نیازی
ټولو ګټونکو ته د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څارنې کمیټې له لوري د افتخار تمثال او ارزښتناکې جایزې وړاندې شوې، چې مالي ملاتړ یې د حبیبیار خیریه بنسټ او نورو ملاتړو لخوا شوی و.
دغه جشنواره د بیان د آزادۍ ملاتړ، د رسنیو د کیفیت لوړولو او د لوېدیځې سیمې خبریالانو د هڅو د قدر په برخه کې یوه څرګنده نمونه ګڼل کېږي.
حبیبیار، د همکارۍ او انساندوستۍ نمونه






No comment