د هرات ولایت د خصوصي خیریه بنسټونو د اتحادیې لومړۍ غونډه د حبیب‌یار خیریه بنسټ له خوا جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د هرات ولايت د عدليې رياست د انسجام رييس محترم مولوي بادار او د خيريه بنسټونو مسوولينو په کې ګډون کړى و، د کلام الله مجيد د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د حبيب‌يار خيريه بنسټ مسول او د هرات ولايت د خصوصي خيريه بنسټونو د اتحاديې رئيس محترم مولوي عبدالحق صديقي وينا وکړه او حاضرو مېلمنو ته يې د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل، چې د دې غونډې د جوړېدو موخه د خيريه بنسټونو لا همغږي او پيوستون دى. د حبيب‌يار خيريه بنسټ مسول او د هرات د ولايتي خيريه بنسټونو د اتحاديې رييس د خپلو خبرو کې ددغې اتحاديې جوړول يوه مهمه اړتيا وبلله او دهرات ولايت دخصوصي خيريه بنسټونو د اتحاديې د فعاليتونو په دوام يې ټينګار وکړ.

ورپسې د هرات ولایت د خصوصي خیریه بنسټونو د اتحادیې منشي ښاغلي معین الدین معین د یادې اتحادیې د جوړولو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دغې اتحادیې د جوړولو اجازه د همدې بنسټ په اساس په کار ده. په هرات کې د خصوصي بنسټونو د اتحادیې د پرانیستلو له امله شته مقررات او بلونه او ټول اړین کارونه تر سره شول.

په دې کتنه کې د هرات ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو د انسجام رئيس محترم مولوي بادار په ټولنه کې د ښې او اغېزمنې همغږۍ او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د دا ډول خيريه اتحاديو جوړول ګټور او مهم وګڼل. د چارو د پرمخ بیولو لپاره د خیریه بنسټونو مسؤلین د دې اتحادیې دنده ده چې په همغږي توګه عمل وکړي، د هرات ولايت د عدليې رياست د انسجام رييس د خپلو خبرو په دوام کې د حبيب‌يار خيريه بنسټ څخه د دغې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او د دغه بنسټ د خيريه خدمتونو يادونه يې وکړه.

په دې کتنه کې د خیریه بنسټونو یو شمېر مسوولینو او استازو هم د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دې اتحادیې د جوړېدو د قدردانۍ ترڅنګ یې د هرات ولایت د خصوصي خیریه بنسټونو د اتحادیې د فعالیتونو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او د حل لارې چارې شریکې کړې.

د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه په داسې حال کې د حبيب‌يار خيريه بنسټ په کوربه توب جوړه شوې وه، چې څه موده وړاندې د هرات ولايت د خصوصي خيريه بنسټونو د اتحاديې په ټاکنو کې د حبيب‌يار خيريه بنسټ مسول محترم مولوي عبدالحق صديقي هم ګډون کړى و چې په کې د رڼو او عادلانه ټاکنو له لارې د دې اتحادیې د رییس مقام ترلاسه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *