د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د هرات ولایت مرستیال والي، د دولتي ادارو رئیسانو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، ملي سوداګرو، مخورو علماوو، د خصوصي سکتور استازو او د علمي او فرهنګي شخصیتونو په کې ګډون کړی وو، د حبیبیار خیریه بنسټ او د آسیا د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د تحصیلي بورسونو تړون لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د هرات ولايت مرستيال مولوي حيات الله مهاجر فراهي په ټولنه کې د مرستې پر ارزښت د څرګندولو په ترڅ کې د حبيبيار خيريه بنسټ فعاليتونه ګټور وبلل او حاجي محمد ابراهيم حبيبيار يې د هېواد يو ښه شخصيت وباله. هغه په هرات ولایت کې ځوانانو او د ساینس او پوهې سره علاقه لرونکو ته د ۱۰۰ وړیا بورسونو له ورکولو څخه مننه او قدرداني وکړه.
د آسیا د لوړو زده کړو موسسې رئیس میر ګلاب الدین میري د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولنې د پرمختګ په برخه کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رول ارزښتناک وباله او د لیسانس په برخه کې یې د سلو وړیا تحصیلي بورسونو مرسته د حبیبیار خیریه بنسټ په هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې تر ټولو ستره مرسته وبلله، ښاغلي میري دغه راز د دغو بورسونو د شفاف او عادلانه تطبیق ډاډ ورکړ.
په دې مراسمو کې د حبیبیار خیریه بنسټ عمومي مسول مولوي عبدالحق صدیقي هم خبرې وکړې او د حبیبیار خیریه بنسټ د ځینو فعالیتونو، مرستو او بشردوستانه خدمتونو د بیانولو په ترڅ کې یې د لوړو زده کړو او پوهنې په برخه کې مرستې او ملاتړ یو له اساسي بنسټونو څخه وباله. په دې مراسمو کې د حبیبیار خیریه بنسټ عمومي مسول په بېلابېلو برخو کې د حبیبیار خیریه بنسټ د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې حبیبیار خیریه بنسټ به تل د افغانستان له خلکو سره وي.
په همدې حال کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، استاد ولي شاه بهره د ارواښاد استاد عبدالواحد بهره د فرهنګ سرای مؤسس، د هرات ولایت د صرافانو د اتحادیې مشر غلام محمد سهرابي، د هرات ولایت د مرکزي جومات خطیب شيخ مولوي محمد نور رحماني، مولانا عبدالرحمن مرادي، د هرات ولایت د طبي ټولنې مرستیال عبدالناصر امین، د هرات ولایت د صنایعو او کانونو اتاق ریس حميد الله خادم، د امتس ګروپ ساختمان جوړونې شرکت ریس انجنیر نذیر احمد امیري د دې غونډې نور ویناوال د هم وو، چې هر یو یې په ټولنه کې د علم او پوهې ارزښتناک رول وباله او د حبیبیار خیریه بنسټ له ارزښتناکو فعالیتونو یې مننه او قدرداني وکړه او د یاد بنسټ بنسټګر او موسس الحاج محمد ابراهیم حبیبیار یې وستایه او یاد بنسټ یې په هیواد کې د همکارۍ او سخاوت د نمونې په توګه یاد کړ.
د یادولو وړ ده چې دغه مراسم د حبیبیار خیریه بنسټ او د آسیا د لوړو زده کړو موسسې د چارواکو ترمنځ د یاد تفاهم لیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسیده.