حبیب‌یار خیریه بنسټ د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې یو ځل بیا نیمروز ولایت ته د مرستو ستره جوپه واستوله.

ټاکل شوې ده یادې مرستې دغه ولايت ته له رسېدو وروسته د دغه بنسټ د سروې ټيم له خوا له سروې او پيژندګلوۍ وروسته په راتلوونکو ورځو کې د نيمروز ولايت په مرکز او ولسواليو کې په اړو او بې وزله کورنيو ووېشل شي.

په دغو مرستو کې ۲۵ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو اوړه او ۱۰ لیتره پنځه لیتره غوړي شامل دي، چې په دې ولایت کې پر څه باندې ۴۰۰۰ اړمنو کورنیو ووېشل شي. وچکالي او د هغې پايلې په تېرو څو کلونو کې د نيمروز ولايت په ګډون د هېواد په ډېرو ولايتونو کې ستونزې را ولاړې کړې دي. د دوی په منځ کې، اقتصادي بې وزلي د کورنیو په وړاندې ترټولو لویه ننګونه شمیرل کېدای شي. د حبیب‌یار خیریه بنسټ باور لري چې د دغو مرستو په وېش سره به په سږني ژمي کې د لومړنیو خوراکي توکو د نه لرلو په اړه د زیانمنو شویو کورنیو اندېښنې لرې شي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *