حبيبيار خيريه بنسټ د فراه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر درې زره شپږ سوه اړمنو او بې وزله کورنيو د بشري مرستو د وېش لړۍ پيل کړه.
په دغو مرستو کې ۲۵ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو اوړه او ۱۰ لیتره غوړي شامل دي چې د حبیبیار خیریه بنسټ د سروې او مرستندویه ټیم له خوا په اړو کسانو او کورنیو باندې وویشل شول.
د دغو مرستو د ویش د دویم پړاو په دوام د فراه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ د شیب کوه او پشت کوه په ګډون څلور سوه (۴۰۰) اړو او بې وزله کورنۍ له دغو مرستو برخمنې شوې. په راتلونکو ورځو کې به دغه مرستې د فراه ولایت په نورو ولسوالیو او مرکز کې به هم په نښه شویو کورنیو وویشل شي.


No comment