حبیبیار خیریه بنسټ په هرات ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم د ۴۵۰۰ میلمنو په شتون او د ۱۰۰ لکه افغانیو په لګښت ترسره کړل.
دغه ډله ييز واده د هرات ولايت د سيمه ييزې ادارې د محترم مشرتابه، د افغانستان د رسنيو د مرکز ریاست، د هرات ولايت د دولتي ادارو د محترمو مسوولينو، د قومونو د مشرانو، علماوو او کورنيو په شتون کې د هرات ولایت په آسمان لوی تالار کې ترسره شو.
د حبيبيار خيريه بنسټ له خوا د دغو سلو ځوانانو د واده په مراسمو کې هرې جوړې ته د يوې کورنۍ د اړتيا وړ ۶۰ توکي (د کاليو مينځلو ماشين، کولر، د ګاز ډبه، کپسول، ګازي بخاری، ګازي تنور او….) د مهر په توګه مرسته وکړه او د دغو جوړه لپاره خواړه هم ورکړل شول.


No comment