په نيمروز ولايت کې د حبيب‌يار خيريه بنسټ له خوا د ۱۰۰ تنو ځوانانو د ډله ييز ودونو مراسم د سيمه ييزې ادارې د مرستيال، مخورو، علماوو، سپين ږيرو، مشرانو، ځوانانو او د جوړو د کورنيو زرګونه غړو په شتون کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د زرنج ښار په یوه صالون کې جوړ شوي وو، د حبیب‌یار خیریه بنسټ مسول الحاج مولانا عبدالحق صدیقي وویل چې دا په افغانستان کې د ډله ییزو ودونو لسمه او په نیمروز ولایت کې پنځمه ده چې د هیواد ملي او خیر شخصیت د حبیب‌یار خیریه بنسټ د بنسټ ایښودونکي محترم محمد ابراهیم حبیب‌یار په مالي ملاتړ ترسره کیږي.

د حبیب‌یار خیریه بنسټ له خوا په دې ارزښتناکه مراسمو ۱۰ میلیونه افغانۍ نقدې پیسې ولګول شوې، چې د واده د مراسمو پر پیل سربېره هرې جوړې ته ۶۰ قلمه جهېزیه، د وریژو، اوړو او غوړیو په ګډون یو شمېر خوراکي توکي او د ناوې او زومانو جامې د دغو ۱۰۰ ځوانو جوړو لپاره د دغه بنسټ له نورو مرستو څخه دي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *