د حبیبیار خیریه بنسټ د ډلهییزو ودونو پنځلسم پړاو د ۱۳۰ ځوانو جوړو په ګډون د پنجشنبې په ورځ (د ۱۴۰۴ کال د جدي ۱۱مه) د هرات ولایت کې ترسره کړ.
دا مراسم د هرات ښار د قصر سفید په تالار کې د هېواد د ملي او سخي تاجر او د حبیبیار خیریه بنسټ د مؤسس الحاج محمد ابراهیم حبیبیار، د دولتي ادارو د چارواکو او مسؤلینو، علماوو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، تجارانو او صنعتکارانو، د خصوصي بنسټونو مسؤلینو، د خیریه بنسټونو استازو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په پراخ حضور سره ترسره شول.
دا شانداره محفل د شپږ زرو څخه د زیاتو مېلمنو د ګډون شاهد و، چې د ګډون له پلوه په خپل ډول کې بېساری بلل کېږي.
د محفل پر مهال ویناوالو د داسې پروګرامونو ترسره کول د واده د لګښتونو د کمولو او د همکارۍ او تعاون د فرهنګ د پیاوړتیا لپاره اغېزمن اقدام وباله او د ځوانو جوړو د دوامدار ملاتړ له امله یې د حبیبیار خیریه بنسټ مننه وکړه.
همدارنګه، مولوي عبدالحق صدیقي، د حبیبیار خیریه بنسټ عمومي مسؤل، د مېلمنو له پراخ او تود ګډون څخه د مننې تر څنګ، د ځوانو جوړو لپاره د ډلهییزو ودونو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دا بنسټ به خپلې انساندوستانه چارې په نورو برخو کې هم جاري وساتي.
ډلهییز ودونه د حبیبیار خیریه بنسټ له دوامدارو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي، چې موخه یې د واده د لګښتونو کمول او د ځوانو جوړو لپاره د باعزته ګډ ژوند د پیل زمینه برابرول دي.
په دې محفل کې هر زوم ته له ۷۰ څخه زیات د ضروري جهیزي توکي، لکه یخچال، د کالو مینځلو ماشین، د ۱۲۰۰ شانه عالي غالۍ، ګاز چولۍ، ګازي تنور، کپسول، باکیفیته لوښي او نور د ژوند اړین وسایل برابر او ووېشل شول، چې په اوسط ډول د هرې جوړې لګښت شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ کېږي.
د حبیبیار خیریه بنسټ هر کال د ځوانو جوړو د ملاتړ په موخه د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د ډلهییزو ودونو محفلونه جوړوي، او د دې ټولو پروګرامونو لګښتونه د هېواد د ملي او نیکوکار تاجر الحاج محمد ابراهیم حبیبیار له لوري تأمینېږي او ورکول کېږي.















No comment