د حبیبیار خیریه بنسټ د خپلو انساندوستانه فعالیتونو په لړ کې په هرات ولایت کې د ټولنې مختلفو طبقو لپاره ۱۰ زره بسته د خوراکي موادو مرسته وېشلې ده.
د دې مجموعې له جملې څخه:
-
۳ زره بسته د دولتي ادارو د خدماتي کارکوونکو لپاره ځانګړې شوې، چې پکې د معارف، عامې روغتیا، هرات پوهنتون، حج او اوقاف، د ټرافیک مدیریت، مسلکي انسټیټوټونه او د هرات لوی جامع جومات شامل دي.
-
پاتې مرسته شوې بستهها په هرات ولایت کې د محرومو او اړمنو کورنیو تر منځ وېشل شوې.
دغه برنامه د دولتي چارواکو، علماؤ کرام، سوداګرو، قومي مشرانو او د ټولنې د مختلفو طبقو د استازو په حضور ترسره شوه. د مراسمو په جریان کې، مشرانو او مسؤلینو د دې خیر اقداماتو ستاینه وکړه او د ټولنې د زیانمنو طبقو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.
مولوي عبدالحق صدیقي، د حبیبیار خیریه بنسټ عمومي مسؤل، په خپلو ویناوو کې د دې پروګرام هدف د زحمتکښو او زیانمنو طبقو ملاتړ بیان کړ او ډاډ یې ورکړ چې د حبیبیار بنسټ به تل هڅه وکړي چې د داسې پروګرامونو په دوام سره د خلکو د معیشتي ستونزو په کمولو کې برخه واخلي.
د دغو بستههاو وېش په دوستانه فضا کې او د بشپړ نظم په مراعات سره ترسره شو، او د خدماتي کارکوونکو او محرومو کورنیو له خوا د مننې څرګندونه وشوه؛ دوی دغه اقدام د بنسټ د همغږۍ او ټولنیزې مسؤلیت ښکارندوی وبلله.
حبیبیار، د همکارۍ او انساندوستۍ نمونه








No comment