امضای تفاهم نامه همکاری

په نېټه د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د حوت ۸، د حبیب‌یار خیریه بنسټ د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ او له اړو کورنیو سره د همکارۍ په موخه، د «جهاني د نوي نړۍ»، «معراج» او «اصلاح» درې تلویزیوني شبکو سره په هرات ولایت کې د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

دغه اقدام د بنسټ له لوري، د آزادو رسنیو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ملاتړ او په ټولنه کې د عامه پوهاوي د لوړولو په لور یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

همدارنګه، په همدې ورځ د حبیب‌یار خیریه بنسټ او د هېواد د لوېدیځ زون د خبریالانو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو. د دې تفاهم‌لیک پر بنسټ، ستر جشن «د رسنیزو غوره‌توبونو ستاینه» د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د حوت په ۲۹ نېټه په هرات ښار کې ترسره کېږي چې ټول لګښتونه یې د حبیب‌یار خیریه بنسټ پر غاړه اخلي.

د حبیب‌یار خیریه بنسټ هیله لري چې دغه همکارۍ به د رسنیزو ظرفیتونو د ودې، د خدمت‌رسونې د کلتور د لوړولو او د هېواد د مدني او رسنیزو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې یووالي لامل شي.

 

امضای تفاهم نامه همکاری با رسانه های هراتامضای تفاهم نامه همکاری با رسانه های هراتامضای تفاهم نامه همکاری با رسانه های هراتامضای تفاهم نامه همکاری با رسانه های هرات

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *