کاروان ترانسپورتی انتقال مهاجرین عودت‌کننده با حمایت بنیاد خیریهٔ حبیب‌یار

د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د سرطان میاشتې د ۱۹ نېټې په پنجشنبه، د حبیب‌یار خیریه بنسټ د مالي ملاتړ په ترڅ کې، د ترانسپورتي موټرو یو کاروان ۵۰۰ تنه ستنیدونکي هېوادوال د ایران له کمپ څخه چې د هرات ولایت د تانک مولوي په سیمه کې موقعیت لري، کابل ښار ته انتقال کړل.

د دې عزیزانو د سهولت او آرامۍ لپاره، د بنسټ له خوا سهارنی ډوډۍ او صحي څښاک اوبه برابرې او وېشل شوې. دغه اقدام د حبیب‌یار خیریه بنسټ د منظمې مرستې او د ستنیدونکو مهاجرینو د کورنیو د ملاتړ یوه برخه ده، چې په سختو سرحدي شرایطو کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.

حبیب‌یار خیریه بنسټ تل د خدمت‌رسانۍ او انسان‌دوستۍ په روحیه هڅه کوي چې د اړمنو ترڅنګ ودرېږي او د ستنیدونکو مهاجرینو لپاره د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرولو او د کړاوونو د کمولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

حبیب‌یار، د همکارۍ او انسان‌دوستۍ نمونه

کاروان ترانسپورتی انتقال مهاجرین عودت‌کننده با حمایت بنیاد خیریهٔ حبیب‌یارکاروان ترانسپورتی انتقال مهاجرین عودت‌کننده با حمایت بنیاد خیریهٔ حبیب‌یارکاروان ترانسپورتی انتقال مهاجرین عودت‌کننده با حمایت بنیاد خیریهٔ حبیب‌یار

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *