
د بنسټګر په اړه
حاجی محمد ابراهیم حبیب یار
د حبیبیار خیریه بنسټ مؤسس پېژندنه
الحاج محمدابراهیم حبیبیار؛ د انساندوستۍ او خیرښیګڼې سرلاری
الحاج محمدابراهیم حبیبیار د حاجي عبدالحمید زوی، د ۱۳۴۶ هجري لمریز کال د مرغومي میاشتې په یوولسمه نېټه، د فراه ولایت د اناردرې په ښکلې، زرغونه او شنه ولسوالۍ کې، په یوه دینداره، علمپاله او ولسدوسته کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. نوموړي د ماشومتوب کلونه د دیني، اخلاقي او انساني ارزښتونو تر سیوري لاندې، د کورنۍ په تودو او مهربانو فضاوو کې تېر کړل. لا له کوچنیوالي د نیکۍ، تقوا، ادب او خدمت احساس له شخصیت څخه یې ځلېده.
په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې، د هېواد د حالاتو د بدلون له امله او د ژوند د غوره فرصتونو د موندلو په موخه، نیمروز ولایت ته کوچېد. هلته یې د سوداګرۍ په برخه کې خپلې هڅې پیل کړې. ډېر ژر یې د صداقت، زحمت او پوهې په برکت، خپل سوداګریز فعالیتونه هرات، بیا کابل، او بالاخره د سیمې کچې ته وغزول. نوموړی اوس مهال په متحده عربی اماراتو کې مېشت دی او په سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې یوه وتلې سوداګره څېره بلل کېږي.
خو دا یوازې د هغه سوداګریز بریالیتوب نه دی چې نوم یې دروند کړی؛ بلکې ستر انساني احساس، له وطن سره مینه، او د خلکو د ستونزو ژور درک دی، چې له ده نه یې یو ستر انساندوست شخصیت جوړ کړی. الحاج محمدابراهیم حبیبیار د همدې موخو لپاره، د حبیبیار خیریه بنیاد بنسټ کېښود؛ یو داسې بنسټ چې نن ورځ د هېواد له مخکښو بشردوستانه مؤسسو څخه شمېرل کېږي.
د هغه له مهمو خیریه خدمتونو څخه لاندې یادونه کولای شو:
- د ژمي، روژې او بیړنیو حالاتو پر مهال، په لسګونو زرو اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو برابرول او ویش؛
- د حبیبیار نړیوال روغتون جوړول، چې له نوې طبی وسایلو، تخصصي خدماتو او مسلکي روغتیایي ټیم سره، د هرات ولایت یوه غوره روغتیايي مرجع ده؛
- د سلګونو کسانو لپاره د دندو او عوایدو رامنځته کول، چې هم یې اقتصادي فرصتونه زیات کړي او هم یې فقر کم کړی؛
- د بېبضاعته ځوانو جوړو د ودونو او جهاز لګښتونو برابرول؛
- د زړورو، هوښیارو او مستعدو زدهکوونکو لپاره تعلیمي بورسونه، بهر ته د لوړو زدهکړو د پاره استول، او د زدهکړو او ژوند ټول مصارف یې پر غاړه اخیستل؛
- په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې د جوماتونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو لپاره د څاهوو کیندنه، او د ټولنیزو خدماتو پراخې برنامې؛
- په کابل، هرات او نیمروز کې د اړمنو کورنیو او راستنېدونکو لپاره د تودو خوړو ورځنی ویش؛
د طبیعي آفتونو، مهاجرتونو او انساني بحرانونو پر مهال بیړنۍ او مؤثره مرستې.
الحاج محمدابراهیم حبیبیار، له خلکو سره د ژورې مینې، د عدالت غوښتنې، او د بېتمېو لپاره د امید د څراغ په توګه، د هېواد د خیر ښیګڼې او انسانیت یو ژوندی سمبول بلل کېږي. نن ورځ د هغه نوم، نه یوازې د سوداګرۍ په ډګر کې، بلکې د مهربانۍ، ایثار او خدمت په میدان کې هم، د درناوي، ویاړ او الهام یوه سرچینه ده.
