د حاجي محمد ابراهیم حبیب‌یار خیریه بنسټ لخوا د ۱۳۹۶/۵/۱ هجري کال د لومړي ځل لپاره د واده مراسم چې ۳۷ تنه ځوانانو پکې ګډون کړی وو، ترسره شو. دغه مراسم د ۳۰۰۰ تنو نارینه او ښځینه میلمنو په شتون او د ممتاز محل په تالار کې د علماوو، د دولتي ادارو د رئیسانو، مخورو، ملي سوداګرو، د ولسي شوراګانو د مشرانو، ځوانانو او د وده لرونکو د کورنیو په حضور د خوښیو څخه په ډکه فضا کې ترسره شو.

 

مراسم د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې ويناوالو هر يو په خپل وار سره د ځوانانو د ستونزو او په هېواد کې د ګډو ودونو د دود او رواج په اړه خبرې وکړې. په دې مراسمو کې د تازه مېوې او غرمې ډوډۍ له خوړلو وروسته هرې جوړې ته د شپیته زره افغانیو په ارزښت د کور وسایل د مهر په توګه ورکړل شول. په پای کې مراسم د خیر په دعا سره پای ته ورسیدل.

 

د یادولو وړ ده چې دغه ۳۷ جوړې له دقیقې پلټنې وروسته د دې مراسمو لپاره پېژندل شوې وې. ځکه چې دوی د هغو کسانو څخه وو چې نشي کولای د واده مراسم ترسره کړي، دوی په ريښتیا د دې مستحق وو. دا پرته له دې چې ووایو چې د مراسمو دمخه، هرې جوړې ته د بلنې کارتونه وېشل شوي و چې خپل پنځوس خپلوان وبلي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *