په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د هرات ولایت د سیمه ییزې ادارې مرستیال محترم مولانا مهاجر فراهي په دغه ولایت کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د دغه بنسټ مرستې په بېلابېلو برخو کې روانې دي.

د دغو مرستو ۳۵۰۰ بستې د پوهنې، پوهنتون، ښاروالۍ، عامې روغتیا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاستونو، د حج او اوقافو ریاست او د هرات د جامع جومات په خدمتي کارکوونکو وویشل شوې.

د دغې غونډې په يوه برخه کې د پوهنې د رياست استازي، د ښاروالۍ د رياست استازي، د هرات پوهنتون محترم رئيس، د هرات ولايت د صرافانو د اتحاديې رئيس او د هرات ولايت د عدليې رياست استازي په دې برخه کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ د مرستو پروګرامونه وستایل او ویې ویل چې حبیب‌یار خیریه بنسټ د هېواد په کچه تر ټولو لوی بنسټ بلل کېږي چې هر کال زرګونه کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

د دې غونډې په پای کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ مسول محترم مولوي عبدالحق صدیقي له دغه بنسټ سره د ټولو سیمه ییزو څانګو د همکارۍ د قدردانۍ په ترڅ کې وویل، چې حبیب‌یار خیریه بنسټ به په روان کال کې په بېلابېلو برخو کې پراخ فعالیتونه پیل کړي او په دغو پروګرامونو کې به له اړمنو او بې وزله خلکو سره لا زياتې مرستې وشي.

د روان کال د روژې په مبارکه میاشت کې حبیب‌یار خیریه بنسټ په هرات ولایت کې د ښاروالۍ، پوهنې، عامې روغتیا، پوهنتون، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د جامع جومات او نورو څانګو د ۳۵۰۰ خدمتي کارکوونکو په ګډون په هرات ولایت کې ۷ زره اړمنو کورنیو ته مرستې وېشلې دي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *