د ۱۴۰۱ هـ ش په لومړۍ کې د محمد ابراهیم حبیبیار خیریه بنسټ سروی ډله نیمروز ته ولاړه. د یوې اوونۍ په موده ک د دې ولایت مرکز او ولسوالي د بی وضاعتو او بیوزلو کورنیو د پیدا کول او پیژندنه یې پیل وکړه.
په پایله کې دا ډله د ۴۰۰ بې وزله او بی وضاعته کورنیو په پیدا کولو برلاسه شوه او هغوی شناسایی وکړي او وروسته د کارت په ورکولو سره دوی ته مرسته کیږي د یوې میاشتی سروي وروسته، د هر یوې کورنۍ لپاره خوراکي توکې چې هغه یوه ۵۰ کیلوی بوجي اوړه، یوه ۲۵ کیلوئی بوجي وریجي او دوې ډبې ۵ لیتره غوړي چمتو او نیمروز ته واستول شوه. دا توکې د یو غوندې په نمانځله سره د نیمروز د والي او د حبیبیار د ناظرانو په شتون سره بیوزلو او مستحقینو کورنیو ته ورکړل شوه. په دې غونده کې د نیمروز والي د حبیبیار صیب له بشر دوستانه او نور فعالیتونه ډیره مننه او یو (لوح سپاس) (بری لیک) ورکړل شو.
No comment