حبيب‌يار خيريه بنسټ د فراه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر درې زره شپږ سوه اړمنو او بې وزله کورنيو د بشري مرستو د وېش لړۍ پيل کړه.

په دغو مرستو کې ۲۵ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو اوړه او ۱۰ لیتره غوړي شامل دي چې د حبیب‌یار خیریه بنسټ د سروې او مرستندویه ټیم له خوا په اړو کسانو او کورنیو باندې وویشل شول.

د دغو مرستو د ویش د دویم پړاو په دوام د فراه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ د شیب کوه او پشت کوه په ګډون څلور سوه (۴۰۰) اړو او بې وزله کورنۍ له دغو مرستو برخمنې شوې. په راتلونکو ورځو کې به دغه مرستې د فراه ولایت په نورو ولسوالیو او مرکز کې به هم په نښه شویو کورنیو وویشل شي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *