د حاجی محمد ابراهیم حبیبیار خیریه بنسټ سروي ټیم د (۱۴۰۱) هـ ش د روژې میاشتې مخکې د سروي لپاره فراه ولایت ته سفر وکړه. د سرویه وروسته دا ډله د لسو ورځو په موده کې وتوانیده چې (۴۰۰۰) بیوزله کورنۍ په ولسوالیو او مرکز کې پيدا کړي دوی ته کارت ته ورکړل شو. د یادوني وړ دي.

زیاتر کورنۍ چې سروي شوي دي یا ناروغان، بی سرپرسته او یا بیوزله کورنۍ دي. دحبیبیار خیریه بنسټ د هر یو کورنۍ لپاره یو شمیر خوراکې توکې چې شامل دي یو ۵۰ کیلو بوجي وریجې، یوه ۲۵ کیلوئی بوجي وریجې، دوې ۵ لیتره ډبې غوړی چمتو او فراه ولایت ته لیږدول کیږي. په دې غونډې کې د ولایت مرستیال د شوراو استازي، علما کرام او د حبیبیار خیریه بنسټ ناظران ګډون درلودل هغه کورنۍ چې مخکې پیژندل شوي وې هغوی ته خوراکې مواد ورکول کیږي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *