حبیب‌یار خیریه بنسټ په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د غور ولایت په مرکز او دریو ولسوالیو دولینه، شهرک او تولک کې له ۳۴۶۰ مستحقو او بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. په مرسته شوو توکو کې اوړه، وريجې او غوړي شامل دي. په مستحقو کورنیو د خوراکي توکو د ویش له مخه د پنجشنبې په ورځ ۱۴۰۱/۲/۲۹ هجري لمریز په نيټه د حاجي درمحمد بشردوست په مشرۍ د دغه بنسټ د سروې ټیم چې دولس تنه پکې شامل وو د غور ولایت په مرکز او دریو ولسوالیو کې د اړمنو کورنیو د سروې او پېژندنې په موخه دغه ولایت ته تللي وو، دې ټیم لومړۍ د ا.ا.ا سیمه ایزو چارواکو سره وکتل ترڅو د سروې لپاره اجازه ترلاسه کړي او د سروې د اجازې له ترلاسه کولو وروسته یې د پنځو ډلو په بڼه کار پیل کړ.

د سروې د ټیم د کار له پای ته رسېدو وروسته، د خوراکي توکو لومړۍ جوپه د شنبې په ورځ ۱۴۰۱/۲/۳۱ هجري لمریز کال د هرات ولایت څخه فیروز کوه (د غور ولایت مرکز) ته ولېږدول شو. دغه خواړه د ا.ا.ا چارواکو، علماوو او په غور ولایت کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ ناظرينو په ګډون په حقیقي مستحقینو ووېشل شو چې مخکې د حبیب‌یار خیریه بنسټ د سروې ټیم لخوا پیژندل شوي وو. د حبیب‌یار خیریه بنسټ د مرستو دویمه جوپه په ۱۴۰۱/۳/۴ هجري لمریز کال له هرات ولایت څخه د غور ولایت د تولک، دولینه او شهرک ولسوالیو ته انتقال او له وړاندې پیژندل شویو مستحقینو ته وویشل شول.

د کار په پای کې او مخکې له دې چې د سروې ټیم بیرته راستانه شي، د ا.ا.ا سیمه ایز چارواکي په غور ولایت کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ او د دې خیریه بنسټ د سروې ټیم د دوی له زیار او کوښښ څخه مننه وکړه او د دې ولایت د سروې ټیم مشر حاجي دُرمحمد بشردوست ته یې ستاینلیک ډالۍ کړه.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *