د حبیبیار خیریه بنسټ رضاکار ټیم په غور ولایت کې د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو ته د ۵۰ کیلو ګرامو اوړو، ۲۵ کیلو وریجو او ۵ لیترو غوړیو په ګډون د ۲۰۰۰ خوراکي سهمیو د ویش لړۍ پیل کړه او له دې جملې څخه ۷۵۰ تنو د خوراکي توکو مرسته وشوه چې دغه خوراکي توکي په شهرک ولسوالۍ کې وویشل شول او په راتلونکو ورځو کې به د دغه ولایت په مرکز او دولینه ولسوالۍ کې د خوراکي توکو یوه برخه وویشل شي.
په غور ولایت کې د وروستیو سیلاب ځپلو ته د حبیبیار خیریه بنسټ له خوا د مرستو د ویش لړۍ.
