د حاجی محمد ابراهیم حبیبیار خیریه بنسټ سروي ټیم د (۱۴۰۱) هـ ش د روژې میاشتې مخکې د سروي لپاره بادغیس ولایت ته سفر وکړه. د سرویه وروسته دا ډله د لسو ورځو په موده کې وتوانیده چې (۲۰۰۰) بیوزله کورنۍ په ولسوالیو او مرکز کې پيدا کړي دوی ته کارت ته ورکړل شو. د یادوني وړ دي.
زیاتر کورنۍ چې سروي شوي دي یا ناروغان، بی سرپرسته او یا بیوزله کورنۍ دي. دحبیبیار خیریه بنسټ د هر یو کورنۍ لپاره یو شمیر خوراکې توکې چې شامل دي یو ۵۰ کیلو بوجي وریجې، یوه ۲۵ کیلوئی بوجي وریجې، دوې ۵ لیتره ډبې غوړی چمتو او بادغیس ولایت ته لیږدول کیږي. په دې غونډې کې د ولایت مرستیال د شوراو استازي، علما کرام او د حبیبیار خیریه بنسټ ناظران ګډون درلودل هغه کورنۍ چې مخکې پیژندل شوي وې هغوی ته خوراکې مواد ورکول کیږي.
No comment