د ۱۴۰۱ هـ ش کال په لومړۍ کې د حاجی محمد ابراهیم حبیبیار خیریه بنسټ سروی ډله د څلور ډلې په قالب کې د بیوزلو او بی وضاعتو، معلولینو، ناروغانو، بې سر پرستو د داسې کورنیو پیژندل دا سروي ډلې شهر او د هرات ولسوالیو ته لیږدول کیږي دا ډلې د یوې میاشتې سروی وروسته (۸۰۰۰) مستحقه کورنۍ په بیلابیلو سیمو په مرکز او ولسوالیو کې پیدا کړي چې د هغوی څخه (۲۶۰) کورنۍ له شیندند څخه، ۱۰۰ کورنۍ له کهسان څخه، ۱۵۰ کورنۍ له غوریان څخه، ۱۵۰ کورنۍ له زنده جان ولسوالی څخه، ۱۵۰ کورنۍ له چشت شریف څخه، ۱۵۰ کورنۍ له اوبې څخه، ۱۰۰ کورنۍ له کروخ څخه، ۱۵۰ کورنۍ له کشک رباط څخه، ۱۰۰ له ګران څخه، ۲۰۰ کورنۍ له انجیل څخه، ۴۰۰ کورنۍ له ګذرې څخه، ۲۵۰ د ګازرګاه سیمې څخه، ۱۵۰ د ښاروالی تنظیف کارمندانو څخه او د عامې روغتیا کارمندانو څخه او نور پاتي په مرکز کې شوي دي.
د سروي وروسته د بیوزلو کور پیژندلو څخه د هر کورنۍ لپاره یو مقدار خوراکي توکې، چې شامل دي. یوه ۵۰ کیلوي بوجۍ اوړه، یو ۲۵ کیلوي وریجې، دوی ۵ لیتره شلی غوړي د حبیبیار خیریې ناظرانو تر نظر لاندې لیږل او دوی ته سپارل شوي دي.
No comment