د دې مراسم په پیل کې، د هرات ولایت د خیریه بنسټونو د اتحادیې مشر، مولوي عبدالحق «صدیقي»، د دې اتحادیې د جوړېدو موخه د بنسټونو د همغږۍ، د موازي فعالیتونو د مخنیوي، او په فرهنګي، تعلیمي او خیریه چارو کې د ګډو پروګرامونو پلي کول وبلل.
ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ چې دا اتحادیه د افغان ولس لپاره د امید یوه کړکۍ ده او د خلکو د ارادې څرګندونکی به وي.
وروسته د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي جانان خادمي، د قانوني چوکاټ دننه د فعالیت اهمیت په ګوته کړ او د دې اتحادیې جوړېدل یې د ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو د همغږۍ، انسجام او پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وبلل. هغه د هرات د خیریه بنسټونو د دوامداره همکاریو له امله مننه هم وکړه.
همدارنګه، د هرات د ولایتي ادارې استازي، حامد شایان، د اتحادیې د جوړېدو په ویاړ مبارکي وویله او د خیریه بنسټونو رول یې د اړمنو کسانو او په اضطراري حالتونو کې د مرستې رسولو په برخه کې خورا مهم او اغېزناک وباله.
هغه زیاته کړه چې په ځینو حالتونو کې د دغو بنسټونو پر وخت مرسته حتی له ځینو بهرنیو سازمانونو اغېزناکه وه، ځکه مرسته په چټکۍ سره اړمنو کسانو ته رسیدلې او د ادارې او بوروکراسي اوږد بهیر یې نه درلود.
په دې محفل کې د هېواد یو شمېر علماوو، ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو، او د خیریه بنسټونو استازو په جلا ویناګانو کې د مدني فعالیتونو په چارو کې د اتحاد او شفافیت اهمیت یاد کړ او د دې اتحادیې پرانسته یې د ټولنې لپاره د غوره خدمت کولو په لور یو مثبت اقدام وباله.
د هرات ولایت د خیریه بنسټونو اتحادیه د هفده فعالو غړو سره، چې ټول یې د اسلامي امارت د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا رسمي جواز لري، په هرات ولایت کې فعالیت کوي. د دې اتحادیې موخه د ټولنې د زیانمنو طبقاتو ملاتړ او په ځانګړې توګه د زدهکړې او روزنې په برخو کې تمرکز دی.
نېټه: ۲۷/۱۱/۱۴۰۴





No comment