حبیب‌یار خیریه بنسټ د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره د یو میلیون او اوه سوه زره افغانیو په ارزښت د اوړو، وریژو او غوړیو په ګډون د درې سوه شلو (۳۲۰) خوراکي توکو مرسته وکړه. د حبیب‌یار خیریه بنسټ استازو د دوشنبې په ورځ ۱۴۰۱/۷/۴ هجري لمریز کال د قربانيانو د پيژندلو په موخه يې دې ولسوالۍ ته سفر وکړ او له سروې وروسته يې مستحقې کورنۍ په ګوته کړې.

ياد شوي خوراکي توکي د پنجشنبې په ورځ ۱۴۰۱/۷/۷ هجري لمریز کال نوموړي توکي له کابل څخه لوګر ولایت ته ولېږدول شو او په همدې ورځ د ا.ا.ا د چارواکو او د حبیب‌یار خیریه بنسټ د نماینده په ګډون مستحقو کورنيو ته ووېشل شول.

د حبیب‌یار خیریه بنسټ رئیس او غړي د دغې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

الله ج دې زموږ د هېواد خلک له هر ډول ځمکني او آسماني آفتونو په امان کې وساتي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *