د غور ولایت په مرکز کې له وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو وروسته د فیروزکوه ښار پاکول.

د غور ولايت په مرکز کې وروستيو ويجاړوونکو سيلابونو د فيروزکوه ښار په بشپړه توګه په خټو پوښلى دى چې د دغه ښار د خلکو تګ راتګ او د دغه ولايت د ښاروالۍ د ادارې د کارکوونکو لپاره د پاکوالي کارونه ستونزمن کړي دي.

په ورته وخت کې د غور ولایت د ښاروالۍ ادارې په غوښتنه د حبیب‌یار خیریه بنسټ له دغې ادارې سره په ګډه د ښار د بېلابېلو برخو پاکول پیل کړي او په پام کې ده چې د ښار د پاکولو او د اوبو لګولو یو شمېر کانالونه چې زیانمن شوي وو، پاک کړي او د پرمختللو ماشینونو سره د سیلابونو ویجاړول هم پیل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *