د حبیبیار خیریه بنسټ د ایران څخه ستنیدونکو مهاجرینو د خدمترسانۍ په لړ کې، په اسلامقلعه د هرات د سرحدي گذرګاه او د ابریشم د نیمروز سرحد کې په ورځني ډول ۵۰۰۰ بستې ګرمو خوراکي موادو او څښاک اوبه وېشلې. دغه بهیر شل ورځې پرلهپسې دوام وکړ او د مهاجرینو د ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوه.
د مهاجرینو د شمېر کمېدو سره، د خوراکي بستهګانو شمېر له ۵۰۰۰ څخه په ورځ کې ۳۰۰۰ بستو ته راکم شو، خو د وېش بهیر په دوامداره او ورځني ډول په هرات او نیمروز ولایتونو کې روان دی. دغه اقدامات د حبیبیار خیریه بنسټ د خپل هېوادوالو، په ځانګړي ډول اړمنو او ستنیدونکو مهاجرینو د ملاتړ د ژمنې څرګندونه کوي.
حبیبیار خیریه بنسټ تل هڅه کوي چې د منظم او بشردوستانه پروګرامونو په پلي کولو سره د خلکو په څنګ کې ولاړ وي او د همکارۍ او انساندوستۍ په روحیه د ټولنې د ستونزو او کړاوونو یوه برخه کم کړي.
حبیبیار، د همکارۍ او انساندوستۍ نمونه







No comment