د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د سرطان میاشتې د ۱۹ نېټې په پنجشنبه، د حبیبیار خیریه بنسټ د مالي ملاتړ په ترڅ کې، د ترانسپورتي موټرو یو کاروان ۵۰۰ تنه ستنیدونکي هېوادوال د ایران له کمپ څخه چې د هرات ولایت د تانک مولوي په سیمه کې موقعیت لري، کابل ښار ته انتقال کړل.
د دې عزیزانو د سهولت او آرامۍ لپاره، د بنسټ له خوا سهارنی ډوډۍ او صحي څښاک اوبه برابرې او وېشل شوې. دغه اقدام د حبیبیار خیریه بنسټ د منظمې مرستې او د ستنیدونکو مهاجرینو د کورنیو د ملاتړ یوه برخه ده، چې په سختو سرحدي شرایطو کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.
حبیبیار خیریه بنسټ تل د خدمترسانۍ او انساندوستۍ په روحیه هڅه کوي چې د اړمنو ترڅنګ ودرېږي او د ستنیدونکو مهاجرینو لپاره د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرولو او د کړاوونو د کمولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
حبیبیار، د همکارۍ او انساندوستۍ نمونه





No comment