حبیب‌یار خیریه بنسټ په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې ځپلو کورنیو ته د شپږ میلیونه (۶۰۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت اوړه، وریجې او غوړي په ګډون د زرو (۱۰۰۰) خوراکي توکو مرسته وکړه. مولوي عبدالحق صدیقي او مولوي خلیل احمد رووفي د حبیب‌یار خیریه بنسټ په استازیتوب د شنبې په ورځ ۱۴۰۱/۴/۴ هجري لمریز کال د قربانيانو د پيژندلو په موخه يې يادو ولايتونو ته سفرونه وکړل او له سروې وروسته يې مستحقې کورنۍ په ګوته کړې.

ياد شوي خوراکي توکي د دوشنبې په ورځ ۱۴۰۱/۴/۶ هجري لمریز کال د ا.ا.ا چارواکو په شتون سره او د حبیب‌یار خیریه بنسټ استازي له کابل څخه خوست او پکتیکا ولایتونو ته واستول شول او د چهارشنبې په ورځ په ۱۴۰۱/۴/۸ هجري لمریز کال مستحقو کورنیو ته وسپارل شول.

د حبیب‌یار خیریه بنسټ رئیس او غړي د دغې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي او د لوی خدای (ج) له درباره زموږ د هېواد ټول خلک له هر ډول ځمکني او آسماني آفتونو څخه په امان کې لري.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *