په هرات ولايت کې د حبيبيار خيريه بنسټ د سروې ټيم هره ورځ د هغو کسانو کورونو ته ځي چې د دغه بنسټ په ستر ډله ييز واده کې يې د ګډون غوښتنه کړې ده. دغې ډلې د دغو کسانو د ژوند شرایط له نږدې وڅیړل او بیا یې د زوم، ناوې، د زوم د پلار او د ناوې د پلار په حضور کې د نوم لیکنې فورمې ډکې کړې.
د سروې له پای ته رسېدو وروسته به ډېر ژر په هرات ولایت کې د حبیبیار خیریه بنسټ له خوا د یوه شانداره ډله ییز واده شاهدان واوسو.
No comment