د حبیبیار خیریه بنسټ د بشردوستانه ماموریتونو او د خلکو خدمت په لړ کې، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د سنبله میاشتې په ۱۳ نېټه، یوه هیئت له هرات او کابل څخه د الحاج مولوي عبدالحق صدیقي، د بنسټ عمومي مسؤل، په مشرۍ او د لوړپوړو مسؤلینو او سلاکارانو په ملګرتیا، د کنړ او ننګرهار ولایتونو ته واستول شو.
د دې سفر په ترڅ کې، د حبیبیار خیریه بنسټ ۲۰۰ لک افغانی د کنړ ولایت د زلزلې د متأثره کورنیو لپاره ځانګړي کړل. دغه اقدام د بنسټ د ماموریت په چوکاټ کې د خلکو د کړاوونو د کمولو او د دغو ناورینونو د اغېزمنو پاتې شونو د ملاتړ په موخه ترسره شو.
د هیئت فعالیتونه او اقدامات:
-
له محلي چارواکو او د زلزلهځپلو د رسیدګۍ کمیسیون سره لیدنه.
-
متأثره کورنیو او د شهیدانو کورنیو ته نغدي مرسته وېش.
-
په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې له ټپيانو لیدنه او مرسته.
-
ځینو ټپيانو ته په کابل کې د تداوي زمینه برابرول.
-
د زیانمنو سیمو میداني کتنه، په ځانګړي توګه د نورګل ولسوالۍ د مزار دره، چې د زلزلې اصلي مرکز دی، او د خلکو عاجلو اړتیاوو ارزونه.
الحاج مولوي عبدالحق صدیقي په خپل وینا کې ټینګار وکړ:
«موږ د افغانستان د لویې کورنۍ یوه کوچنۍ برخه په توګه د خپلو زیانمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ یو او دغه ملاتړی چلند د دیني، انساني او وجداني مسئولیت په توګه ګڼو.»
حبیبیار، د همکارۍ او انساندوستۍ نمونه







No comment