د حبیب‌یار خیریه بنسټ د هېواد د مخور او د پوهنې مينوال الحاج محمد ابراهیم حبیب‌یار په مشرۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ولایت مقام مرستیال، د پوهنې او ارشاد، حج او اوقافو رئیسانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست محترم استازي، د هرات ولایت فرهنګیانو، علماوو، مخورو او سپین ږيرو، مخورو سوداګرو، علمي او فرهنګي شخصیتونو او د ښوونځیو د استادانو په ګډون په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ اړمنو زده کوونکو ته د بیک او تحرير توکو د وېش لړۍ پیل شوه.

په دې مراسمو کې د دولت محترمو مسوولینو په بېلابېلو برخو کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ له فعالیتونو، خدمتونو او بشري مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه او له نورو خیریه بنسټونو او سوداګرو یې هم وغوښتل چې ورته کار وکړي. د هېواد په بیلابیلو برخو کې د اړو هیوادوالو سره د مرستې او د بشردوستانه خدماتو په وړاندې کولو کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ مسول مولوي عبدالحق صدیقي وايي؛ دغه بنسټ په وروستیو کلونو کې په خپل ټول توان د هېواد د اړمنو هېوادوالو په خدمت کې دی او د جوماتونو د جوړولو، د ډله ییزو ودونو د تنظیم، له اړمنو ناروغانو سره نقدي مرستې، په مستحقو کورنیو د خوراکي توکو د وېش او نورو اړینو برخو کې د پام وړ خدمتونه کړي دي، ټولنه او د دې بنسټ مشرتابه ژمن دي. مولوي صدیقی په دې وروستیو کې له معارف سره مرسته او له اړمنو ښوونکو سره مرسته د حبیب‌یار خیریه بنسټ له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړل او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه بنسټ د پوهنې په برخه کې نورې مرستې هم وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د حبيب‌يار خيريه بنسټ له خوا په هرات کې د پوهنې پر اړمنو ښوونکو د بیک او تحرير توکو د وېش لړۍ په پيل کې، د دغو مرستو د وېش په لومړي پړاو کې د انجيل ولسوالی سروستان لېسې بې وزله زده کوونکو ته شپيته بیکونه او تحریر توکي ورکړل شول. حبیب‌یار خیریه بنسټ به د هرات د پوهنې ریاست په همکارۍ د دغو مرستو پاتې بستې د هرات ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې پر نورو اړمنو زده کوونکو ووېشي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *