د ایران څخه د مهاجرینو د جبري ستنېدو د زیاتېدو په ترڅ کې، د حبیبیار خیریه بنسټ او نړیوال حبیبیار روغتون د انساندوستۍ په روحیه او د ژمنې په رڼا کې، په هرات ولایت کې د پارک مولانا عبدالرحمن جامي په سیمه کې د مهاجرینو کمپ کې یو مجهز او متخصص صحي ټیم رامنځته کړی دی.
دغه ټیم چې د ښځینه او نارینه ډاکترانو او صحي متخصصینو څخه جوړ شوی، په دوامداره ډول هره ورځ د تازه ستنیدونکو مهاجرینو خدمت کوي او هڅه کوي چې د هغوی عاجلې طبي اړتیاوې په مؤثره او بېوقفه توګه پوره کړي.
هره ورځ له ۶۰۰ څخه زیات مهاجرین دې مرکز ته مراجعه کوي او ټول صحي او درملنې خدمات په بشپړ ډول وړیا وړاندې کېږي. ناروغان د ډاکترانو له معاینې وروسته، پرته له کوم لګښت څخه، اړین درمل ترلاسه کوي. په اوسط ډول، په ورځني ډول له ۴۰ زره افغانیو څخه زیات د درملو د برابرولو او د مراجعينو د درملنې خدماتو لپاره مصرفیږي؛ کوم چې د بنسټ د فعالیت پراخوالی او د ټولنې د زیانمنو طبقو د ملاتړ ژور تعهد څرګندوي.
په عاجلو او اضطراري حالتونو کې، د دې بنسټ امبولانسونه په ۲۴ ساعته چمتو حالت کې وي ترڅو اړمن ناروغانو ته تخصصي مرکزونو او مجهزو روغتونونو ته انتقال یقیني کړي.
د حبیبیار خیریه بنسټ او نړیوال روغتون تل د بشردوستانه خدماتو په لومړۍ کرښه کې حضور لري او په راسخې ارادې سره د مهاجرینو د کړاوونو د کمولو او د هغوی د انساني کرامت د ملاتړ په لړ کې ګامونه پورته کوي.
حبیبیار، د همکارۍ او انساندوستۍ نمونه






No comment