د حبيب‌يار خيريه بنسټ له خوا د روژې په مبارکه مياشت کې د مرستو د لړۍ د يوې برخې په توګه د کابل ښاروالۍ پر ٤٠٠٠ کارکوونکو او د کابل په ٢٢ ناحیو کې پر اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. په کابل ولایت کې د حبیب‌یار خیریه بنسټ مرستندویه ډله وايي؛ په دغو مرستو کې ۲۵ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو اوړه او ۵ لیتره غوړي شامل دي. چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاروالۍ پر کارکوونکو او اړمنو کورنیو ووېشل شول.

د دغو مرستو د وېش په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مسوولینو وویل؛ دا چې اړمنو خلکو او مستحقو کورنیو ته د مرستې برابرول د ټولنې تر ټولو اساسي اړتیا ګڼل کېږي او د خیریه موسسو او خیریه بنسټونو له خوا پر وخت مرستې کولی شي؛ د ټولنې دغه ستونزه تر ډېره حل کړي. د دغو مرستو د وېش بهیر په پای کې یادو مسوولینو د حبیب‌یار خیریه بنسټ د مسوولینو او مرستندویه ټیمونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو یادونه وکړه او په هېواد کې د تر ټولو لوی خیریه بنسټ په توګه یې د حبیب‌يار خیریه بنسټ د خدمتونو، فعالیتونو او مرستو ستاینه وکړه.

باید وویل شي؛ دغه مرستې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاروالۍ د ادارې په ۴۰۰۰ خدمتي کارکوونکو او بې وزلو کورنیو وېشل شوې دي. دا مهال د حبیب‌یار خیریه بنسټ د روژې میاشتي او بشري مرستې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه زره اړمنو او بې وزله کورنیو ته رسولې دي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *