د حبيبيار خيريه بنسټ د خپلو بشري مرستو د لړۍ د يوې برخې په توګه دا ځل فراه ولايت ته د مرستو ستره جوپه ولېږله.
په پام کې ده چې دغه مرستې دغه ولایت ته له رسیدو وروسته په راتلونکو ورځو کې د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بې وزلو کسانو له سروې او پېژندنې وروسته په اړو او بې وزلو کورنیو وویشل شي. په دغو مرستو کې ۲۵ کیلو وریجې، پنځوس کیلو اوړه او دوه پنځه لیټره غوړي شامل دي، چې د دغه ولایت پر څه باندې ۳۶۰۰ اړمنو کورنیو به ووېشل شي.
د حبیبیار خیریه بنسټ باور لري چې د دغو مرستو په ویش سره به په سږني ژمي کې د لومړنیو خوراکي توکو د نه لرلو په اړه د زیانمنو شویو کورنیو اندېښنې لرې شي.


No comment