الحاج محمدابراهیم حبیبیار، د حبیبیار خیریه بنسټ موسس او بنسټګر، د علماؤ کرامو، قومي مشرانو، سوداګرو او د ټولنې د مختلفو طبقو استازو په ملګرتیا، د دغه بنسټ د خدماتي کمپ لیدنه په اسلامقلعه سرحد، ولایت هرات کې وکړه.
په دې لیدنه کې مېلمنو د ایران څخه د افغان مهاجرینو د ستنېدو بهیر له نږدې وڅېړ او د بنسټ د بشردوستانه فعالیتونو کتو وروسته، د ګرمو خوراکي موادو، سړو اوبو، لومړنیو موادو او د مهاجرینو د عاجلو اړتیاوو د وېش په برخه کې د پراخو خدماتو ستاینه وکړه. هغوی دغه اقدامات د همدردۍ او ټولنیزې مسؤلیت یوه څرګنده نمونه وبلله، چې په سختو سرحدي شرایطو کې د هېوادوالو د کړاوونو او ستونزو د کمولو مهم رول لوبوي.
د حبیبیار خیریه بنسټ د ابتکاري پروګرامونو او منظم فعالیتونو له لارې تل هڅه کوي چې د خلکو او اړمنو ترڅنګ ولاړ وي او د همکارۍ او انساندوستۍ په روحیه د ټولنې لپاره یوه غوره بېلګه وړاندې کړي.






No comment